نظارشورا بیا د پنجاب په غیږ کې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

                   د جولای په ۱۸ مه افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر راجا پرویزاشرف رسمي سفراو بلخوا کابل ته د بریتانیا د لومړي وزیر ډیوید کامرون هممهال ورتګ، په رسنیو کې داسې خپور شو چې پرویز اشرف د بریتانیا د لومړي وزیر په هڅونه کابل ته تللی دی . د پاکستان لومړي وزیر ته، په کابل کې د ښاغلي ډیويد کامرون په شتون سره داسې تمه کیده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د کړکیچونو او ننګونو په اړه د ولسمشرکرزي په ګډون ریښتیني خبرې وشي او دریواړه مشران به په افغانستان کې د روغې جوړې او سولې ټکني بهیر ته سا ورکړي او په پاکستان کې د ترهګرو د شتو ځالو او پر افغان خاوره د پنجاب د روستیو بریدونو د دریدو او ټیکاو په برخه کې به غوڅې پایلې راووځي .

که څه هم  دریواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د تودو اړیکو په جوړیدو ټینګار وکړ او د دوستۍ غیږي او لاسونه يي یوبل ته ورکړل، خو په همغه ورځ هم پنجابي پوځیانو د کونړولایت دانګام ولسوالي، په لسګونو توغندیو وویشتله . اوس کابل کې د نوموړو مشرانو له ګډې ناستې راهیسې هره ورځ د کونړ په بېلا بېلو سیمو په لسګونو توغندي وریږي چې د جولای په ۲۰ يي شمیر ۳۰۰ توغندیو ته رسیدلی دی .

کابل ته د راجاپرویز سفر سره هممهال، د ډیورڼد تپلې کرښې پر لویدیځه غاړه د توغندیزو بریدونو زیاتوالي څرګندوي چې د افغانستان په وړاندې، پنجاب د پراختیايي ستراتیژۍ او سناریو بل پړاو په پام کې لري .

په دې سیناریو کې پنجاب یوځل بیا د ۱۹۷۳ او ۱۹۹۲ کلونو شالید ته ورګرځي او بنسټ يي له همغه ځایه پیلوي . په ۱۹۷۳ کال د شهید سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال پنجاب د اسلامي جمعیت په چوکاټ کې احمدشا مسعود او نورو اخوانیانو ته دنده وسپارله چې لاړ شي په پروان ، پنجشیراو ځینو نورو سیمو کې ددې واکمنۍ پر وړاندې بغاوت راپورته کړي. احمدشا مسعود د پنجاب لارښوونې او امرونه ومنل او بغاوت يي راپیل کړ چې دا بغاوت په یوه یا بله بڼه تر ننه ادامه لري .

کابل ته د سفر په پلان شوی فرصت کې د پاکستان لومړي وزیر راجا پرویز، یو وار بیا د نظارشورا او اسلامي جمعیت د سرخیلانو له ډلګۍ سره وکتل چې دې کتنه کې د پخوانۍ هغې، نښې ترسترګو کیږي .

 نظارشورا او اسلامی جمعیت چې په ځانښودنې سره د پنجاب په دوښمنۍ خپل ټټر وهي او په دې دوښمنۍ کې د لومړیتوب حق په بل افغان ځواک هم نه پیرزو کوي ، د ډبل عبدالله او ضیا مسعود په سرخیلۍ له نورو وړاندې په کابل د پاکستان سفارت کې د پرویزراجا صیب په درشل کې حاضر شول.  

په دې کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر دوی ته ډاډ ورکړ « موږ غواړو چې له تاجکو، هزاره او ازبکو مشرانو سره له نژدې کار وکړو څو له دوی سره د افغانستان د ثبات په خاطر خپلې اړیکې پیاوړې کړو. تاند بریښناپاڼه»

د همدې اجندا په تړاو راجا پرویز، د شرارت مرکز اسلام ته ډبل عبدالله وباله چې عبدالله په بېړه او سترګو رپ سره دا بلنه ومنله.

د پاکستان د لومړي وزیر دا کتنه او په هغې کې د نظارشورا او اسلامی جمعیت سرخیلانو سره د اړیکو د ټینګولو ژمنه له هر پلوه د پوښتنې او اندیښنې وړ ګڼل کیږي .

پاکستان پخوا هم نظارشورا او اسلامي جمعیت او یا دوستم غیږ کې نیولي وو او له نورو افغانانو سره يي جګړو ته لمسول . د کابل په ورانۍ او د افغانستان په کورنیو جګړو او وژنو کې د ای ایس ای، پنجابي پوځیانو، نظارشورا او اسلامي جمعیت لاسونه په ګډه تر څنګلو په وینو ککړ دي . د رباني په سرخیلۍ اسلامی جمعیت په ۱۹۹۲ کال، د ای ایس ای پخواني مشر جنرال حمیدګل ته بلنه ورکړې وه چې د افغانستان د استخباراتو مشري ومني . پاکستان سره د اختلاف او دوښمنۍ سندره چې نظارشورا او اسلامي جمعیت هغه په لوړ غږ غږوي، یوازې د افغانانو د تیرایستلو لپاره کیږي . اوس چې اسلامي ګوند او په طالبانو کې یو شمیر، له افغان دولت سره د نږدې کېدو په هڅه کې دي او له دې لوري شخړې او جګړې د سړیدو په لور درومي ، پنجاب غواړي په ایره کې خپل ایښودی پټ انګار تازه کړي یانې نظارشورا او جمعیت سره د زړې یارانې مزي بیا وغځوي . د پنجاب ، نظارشورا او اسلامي جمعیت په ډيرو برخو کې موخه یوه ده او هغه داچې پر کابل باید پیاوړی مرکزي حکومت واکمن نه وي . که ډبل عبدالله ، ضیا مسعود او یا کوم بل یو اسلام اباد ته ولاړ شي او یا افغانستان کې دننه پنجابي مشران له دوی سره وویني توپیر نلري، اجندا او موخه یوه ده او هغه افغان دولت ته تلپاتې سردرد !

بلخوا کیدای شي نظارشورا او جمعیت سره د یارانې په تازه کولو ، پنجاب له ماسکو سره نږدې شي او دوی خپلو سمتي او سیکټاریستي ګټو ته په پام ، د ماسکو او اسلام اباد ترمنځ د یوه پل او د پیوستون د کړۍ دنده ولوبوي.

دلته یوه خبره باید روښانه وي. که افغانستان کې کوم ګوند او یا سیاسي ډله ملي ګټو او ارزښتونو ته په ژمنه او رعایت او د مرکزي دولت او ملت په خبرتیا، د بهر ملکونو له سیاستوالو سره کتنه او راشه درشه کوي، بېله خبره ده . خو د مرکزي دولت څخه په څنګ، د قوم او سمت په استازیتوب ، هغه هم له یوه داسې دولت سره چې لاسونه يي د افغانانو په وینو ککړ دي، اړیکې نیول او پالل د ملي خیانت په کچه جرم ګڼل کیږي .

ضیا مسعود ، ډبل عبدالله او د دوی نور شریکباڼي دلته هم د پنجابي لوړپوړو چارواکو سره په هغه سیناریوغواړي، خبرې وکړي چې څه مهال مخکې يي په جرمني کې له امریکايی بې لارې سناتورانو سره د افغانستان د تجزيي په اړه کړې وې .

بلخوا د پاکستان لومړی وزیر هم،  د افغان مرکزي دولت له دغو بدخواهانو سره د خپلو خبرو اجندا نه پټوي او په ښکاره وايي چې دوی غواړی له تاجکو، هزاره او ازبکو مشرانو سره له نږدې کار وکړي .

لومړی خو عبد الله او ضیا ځانته سیاسوال وايی او ځانونه په اصطلاح د ملي جبهې او ملي اتلاف مشران بولي ، نو چې داسې وي بیا دوی یوازې له تاجکو ، هزاره او ازبکو سره تړاو نه لري بلکې د ټول ملت په کچه باید سیاست وکړي . دوی باید د قومونو د ګټو ساتندویان نه بلکې د افغان ملت د ملي ګټو ساتندویان وي .

که داسې وشي سبا به ایران هم ووايی چې دوی غواړي له هزارګانو سره نږدې کار وکړي او د سیمي نور هیوادونه به هم د ۱۹۹۲ کال پشان د افغانستان هر ولایت او قوم د خپل واک او نفوذ سیمه وګڼي.

قومونو سره د نږدي کار خبره چې د پاکستان لومړی وزیر يي کوي او ضیا مسعود او ډبل عبدالله يي ورسره مني، په حقیقت کې دوی په ګډه غواړي افغان مرکزي دولت  ته یوه بله لویه ستونزه وزیږوي، هغه پیاوړتیا ته پرینږدي ترڅو لار خپلو نورو موخو ته چې هغه لومړی فیډرالیزم او روسته د افغانستان تجزیه ده، اواره کړي .

افغانان باید د پنجاب هر پل وڅاري ، د پنجاب هر ګام د چلوټو او دسیسو ډک دی .

که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه

د لیندۍ په غبرګیدو غشی تاو اخلي

د ۲۰۱۲ کال د جولای ۲۲ مه

        


July 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات